کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان او اسټرالیا د یوازینۍ ټېسټ لوبې نېټه اعلان شوه
افغانستان او اسټرالیا

د افغانستان او اسټرالیا د یوازینۍ ټېسټ لوبې نېټه اعلان شوه

د اسټرالیا په کوربه توب د افغانستان او اسټرالیا یوازینۍ ټېسټ لوبه چې تېر کال د کورونا له امله ځنډول شوې وه، سږکال يې یو ځل بیا د ترسره کېدو نېټه اعلان شوه.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي دي: ((دغه ټېسټ لوبه به د روان ۲۰۲۱م کال نومبر میاشتې له ۲۷ مې نېټې څخه د ډسمبر میاشتې تر لومړۍ نېټې د اسټرالیا د هوبارټ ښار په بلن سټون کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.))

دا د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه ده، چې که بیا د کوم لامل له امله ونه ځنډول شوه، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ به ترسره شي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې په ورته وخت کې بیا په افغانستان کرکټ بورډ له دې امله نیوکې شوې دي، چې افغان لوبډله ولې یوازې د یوې ټېسټ لوبې لپاره اسټرالیا ته ځي، هغه هم د کورونا په داسې حالت کې.

د کرکټ ډېری مینه والو بیا ویلي دي، چې د کرکټ بورډ مشرتابه د کرکټ په ژبه نه پوهېږي او که چېرته دوی پوهېدلی، نو حتماً به يې د یوازینۍ ټېسټ لوبې ترڅنګ ځينې شل اوریزې لوبې هم برابرې کړې وای.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …