کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز هم د کورونا ضد واکسین وکړل
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز هم د کورونا ضد واکسین وکړل

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپوهونکي او ویکټ ساتونکي رحمان الله ګربز هم د کورونا ضد واکسین لومړنی ډوز ترلاسه کړ.

رحمان الله ګربز د واکسین پر مهال اخیستل شوی عکس به ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی دی او په انسټاګرام کې يې لیکلي دي، چې هغه د کورونا ضد واکسین وکړل.


خو نوموړي دا واکسین په افغانستان کرکټ بورډ کې نه دی کړی، بلکې د کابل کمپلیکس روغتون کې يې کړی دی، په داسې حال کې چې تېره ورځ د ملي لوبډلې ډېر شمېر لوبغاړو کرکټ بورډ کې واکسین کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په ټولنیزو رسنیو کې د ملي لوبغاړو او د کرکټ بورډ کارمندانو عکسونه خپاره کړي و او لیکلي يې و، چې د عامې روغتیا وزارت له خوا يې په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو لپاره د واکسین بندوبست کړی و، چې درې ورځې به په کرکټ بورډ کې لوبغاړو او کارمندانو ته واکسین کېږي.

د یادولو وړ ده چې د بهرني سفرونو لپاره اوس د کورونا ویروس د ټېسټ پر ځای د کورونا ضد واکسین لازمي ګرځول کېږي او ښايي نږدې وخت کې ټول هېوادونه د واکسین شرط کېږدي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …