کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپریدی: خوشبخته یم چې الله پاک په لوڼو نازولی یم
شاهد اپريدى

شاهد اپریدی: خوشبخته یم چې الله پاک په لوڼو نازولی یم

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او الراونډر لوبغاړی شاهد اپریدی وايي، چې هغه ځان ډېر خوشبخته ګڼي، چې الله پاک ورته پنځه لوڼه ورکړي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، شاهد خان اپریدی پنځه لوڼه لري، چې انشا، اقصی، اسماره، اجوه او اروا نومېږي، چې کوچنۍ لور یې د یو نیم کال ده. نوموړی له خپلو لوڼو سره ډېره مینه لري او وخت نا وخت يې عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې هم خپروي.

په راپور کې ویل شوي دي، چې شاهد اپریدي له یو ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې هغه ځان ډېر خوشبخته ګڼي چې خدای پاک په لوڼو نازولی دی، هغه وايي چې ما د هرې لور له زېږېدو سره خپل بخت په بدلېدو لیدلی دی. له هغه نه پوښتنه وشوه، چې په ټولنه کې خلک زامنو ته ډېر خوشحالېږي او که څوک زامن ونه لري، نو خلک ورته پېغورونه ورکوي.

شاهد اپریدي يې په ځواب کې وویل، چې موږ پښتنو کې هم ډېره هڅه دا وي چې نارینه اولاد وشي، تر دې پورې چې خلک د نارینه اولاد لپاره تعویذونه هم کوي، خو زه د دې هر څه ډېر سخت خلاف یم. الله تعالی په قرآن کې وايي، چې زه چې چاته اولاد ورکوم نو ورته وایم چې لاړ شه اوس فکر مه کوه ځکه چې د پلار مرسته دې زه کوم، نو موږ په دې خبرو یقین لرو او په قرآن پاک باندې مو ایمان دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې زه داسې فکر کوم چې الله پاک د پلار او لور او د مور او زوی ترمنځ ډېره ښه رشته جوړه کړې ده، زما مېرمن د زوی نه پېدا کېدو باندې خپه وه، خو په دې باندې بې فکره ده چې خاوند يې خوشحاله دی او د زوی په کېدو یا نه کېدو هېڅ فکر نه کوي.

شاهد اپریدی وايي، چې زما مېرمن ته دا معلومات شته چې زه مې له لوڼو سره ډېره زیاته مینه کوم، او زه خپله مېرمن هم په دې پوهوم، نو ځکه هغه هم په دې خبره فکرمنه نه ده چې ولې يې زوی نشته.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …