کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / آیا د بابا وانګا وړاندوینې رښتیا کیدونکې دي

آیا د بابا وانګا وړاندوینې رښتیا کیدونکې دي

که څه هم له وخته وړاندې د یو څه په اړه وړاندوینه کول سمه کړنه نه ده او د اسلام مبارک دین شرک ګڼلې، خو بیاهم نن ورځ د بابا وانګا په اړه خبرې کوو، نوموړې له خپلې مړینې څخه وړاندې په ۱۹۹۶ کال د ۲۰۲۱ کال په اړه وړاندوینې کړې چې اوسه تقریباً رښتیا کیدونکې دي.

بابا وانګا ویلي ول چې ۲۰۲۱ کال به پر ځمکه د اوسیدونکو لپاره د تباهۍ کال وي او نړۍ به له تباهۍ او پېښو سره مخ شي، د خلکو د فکر کولو وړتیا به بدلون ومومي او په دې کال به خلک د مذهبونو پر بنسټ وویشل شي.

که چېرته یې دغه وړاندوینو ته وکتل شي نو سړی پرې د رښتیا کیدو باور کوي، ځکه چې له دوه زره شلم راهیسې د کورونا وبا په زور کې ده او انسانان ډېر په تېزۍ سره له منځه وړي او بل لوري ته اسراییلو پر فلسطین د مذهب پر بنسټ ظلمونه پیل کړي.

دغه راز په ۲۰۲۱ کال په اړه بابا وانګا وایي، چین به پر نړۍ خپور شي، درې ځواکونه به یوځای شي او خلک به سرې پیسې لري خو تر اوسه یې دا وړاندوینې نه دي رښتیا شوي.

ډونلډ ټرمپ به کوڼ شي او پر دماغي سرطان به اخته شي او د روس پر ولسمشر پوتین به حمله وشي. خو دا وړاندوینې یې هم نه دي رښتیا شوي

بل لوري ته ښه وړاندوینه یې دا کړې وه چې په دې کال به د سرطان درملنه وشي، چې دا وړاندوینه یې رښتیا شوې او ددې کال تر اخره به په بشپړه توګه بریالۍ شي او د فضایي مخلوق په اړه یې ویلي ول چې ددې کال تر اخره به ورسره اړیکې ټینګې شي.

دا هم ولولئ

ای پي ايل: حېدراباد به د چینای مخکښه لوبډله ماته کړای شي؟

نن په ای پي ایل کې سنرایزرز حېدراباد له چینای سوپر کنګز لوبډلې سره مخ …