کورپاڼه / خبرونه / فرهان یوسفزی: ژر به د کرکټ اتلان د امنيتي ځواکونو په ملاتړ راڅرګند شي
فرهان یوسفزی

فرهان یوسفزی: ژر به د کرکټ اتلان د امنيتي ځواکونو په ملاتړ راڅرګند شي

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رییس فرهان یوسفزی وايي، چې ډېر ژر به د افغانستان کرکټ اتلان د افغانستان د امنیتي ځواکونو په ملاتړ راڅرګند شي.

نوموړي په دې اړه یو ټویټ کړی دی، چې د ملي امنيتي ځواکونو له یو قومندان سره د هغه په دفتر کې لیدل کېږي او د دې تر څنګ يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ د لوبغاړو د راڅرګندېدو خبره هم کړې ده.

فرهان یوسفزي په خپل ټویټ کې لیکلي دي: ((ډير ژر به د افغانستان د کرکټ اتلان د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په پار را څرګند شي. افغان امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ زموږ ملي وجیبه ده. د افغان ځواکونو اتلولۍ زموږ لپاره د ویاړ خبره ده، دا چې موږ د ارام ساه اخلو او هوسا چاپیریال کې ژوند کوو دهمدی قهرمانانو برکت دی.))


د يادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې لوبغاړو هر وخت د ملي او امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ او دفاع کړې ده، چې عکسونه يې هم په ټولنیزو رسنیو کې ډېر ځله خپاره شوي دي.

خو په فرهان یوسفزي بیا ځينې خلکو دا نیوکې هم کړې دي، چې ملي لوبډلې ته دې لوبې برابرې کړي، ځکه چې د هغه دنده د نورو هېوادونو سره د لوبو برابرول دي، چې په اوس وخت کې هېڅ نړیوال کرکټ نه لرو.

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه …