کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / یوه داسې مصنوعي سترګه جوړه شوې چې پر تندي لګول کېږي

یوه داسې مصنوعي سترګه جوړه شوې چې پر تندي لګول کېږي

ویل کېږي چې دغه شاهکاره سترګه د مین ووک پیینګ له لورې تیاره شوې، چې د تیکنالوژۍ ترټولو نوی ایجاد ورته ویل کېږي.

دا دریمه سترګه په ځانګړې توګه د هغه کسانو لپاره جوړه شوې چې له ځیرک موبایلونو څخه ډېره ګټه اخلي یاهم ډېر یې کاروي.

تاسې به ټولنیزو رسنیو کې ډېر داسې کسان لیدلي وي چې په موبایل کې دومره غرق مصروف وي چې یا د تګ پرمهال لویږي او یاهم د کومې پېښې سره مخ کېږي.

خو د دریمې مصنوعي سترګې موخه داده چې کله د انسان دواړه سترګې په موبایل کې مصروفه وي نو دریمه سترګې یې په لاره کې خنډونه لېرې کوي.

 

View this post on Instagram

 

A post shared by Minwook Paeng (@minwookpaeng)

 

کله چې د انسان ورمېږ ټیټ شي یعنې نظر یې پر موبایل پرېوځي نو د مصنوعي سترګه یې خلاصیږي او په مرسته یې پرته له کومې پېښې تګ کولی شئ او کله چې نظر پورته شي نو دغه سترګې بندېږي.

دا سترګه د شفاف پلاستیک څخه جوړه شوې او دننه یې یو سپیکر نصب شوی او ترڅنګ یې د التراساونډ سینسر هم لګول شوی او په مرسته یې انسان مخامخ شیان لیدلی شي.

دا هم ولولئ

ډیجیټل زده کړیاله ۱

د نړۍ لومړنۍ ډیجیټل زده کړیالې په پوهنتون کې داخله واخیسته

چین یو ځل بیا د نړۍ حېرانولو لپاره ګام پورته کوي، د نړۍ په تاریخ …