کورپاڼه / خبرونه / په هند کې د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام په اړه ای سي سي مهمه غونډه راغوښتې
کرکټ لوبغالی

په هند کې د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام په اړه ای سي سي مهمه غونډه راغوښتې

ایا سږ کال به نړیوال شل اوریز جام په هند کې ترسره شي او که نه؟ په دې اړه د کرکټ نړیوالې شورا یوه مهمه غونډه راغوښتې ده، تر څو په دې اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) دا مهمه غونډه د جون په لومړۍ نېټه کېږي، چې په هند کې د ترسره کېدونکي نړیوال شل اوریز جام په اړه به بحث وشي، همدا راز احتمال شته چې په دغه غونډه کې د نړیوال شل اوریز جام په اړه وروستۍ پرېکړه هم وشي.

په راپورونو کې ویل شوي دي، چې په هند کې د کورونا ویروس پېښو د زیاتېدو له وجې د نړیوال شل اوریز جام ترسره کېدل ګران دي، همدا راز متحده عربي امارات بل هغه هېواد دی چې نړیوال شل اوریز جام پکې ترسره کېدی شي، خو په غونډه کې به په دې هر څه باندې بحث وشي.

بلخوا بیا د هند کرکټ بورډ د ای سي سي څخه څو ورځې مخکې خپله ځانګړې غونډه راغواړي، تر څو په هند کې د نړیوال شل اوریز جام د ترسره کېدو او نه ترسره کېدو په اړه پرې بحث وکړي.

د یادولو وړ ده چې تېر ۲۰۲۰ کال کې په اسټرالیا کې نړیوال شل اوریز جام ترسره کېدونکی و، خو هغه ۲۰۲۲ کال ته وځنډول شو، د سږکال نړیوال شل اوریز جام کوربه توب د هند په غاړه دی، خو لا هم وروستی ځای نه دی معلوم چې دا جام به په هند کې ترسره شي او که کوم بل هېواد کې به ترسره شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …