کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د ایلون مسک یو ټویټ د بیټکوین بیه له ۲۰ زرو ډالرو ډېره راوغورځوله
بيټکوين

د ایلون مسک یو ټویټ د بیټکوین بیه له ۲۰ زرو ډالرو ډېره راوغورځوله

د کریپټو کرنسۍ مشهوره سیکه بیټکوین چې یوه سیکه يې ان د ۶۰ زره امریکايي ډالرو ارزښت ته رسېدلې وه، د ایلون مسک یو ټویټ په څو ورځو کې دننه له شل زرو څخه زیات ډالر راوغورځوله.

ایلون مسک چې د نړۍ یو له شتمنو کسانو څخه دی، په دې کرنسۍ کې پانګونه کړې وه، چې له هغې سره یې بیه ډېره پورته تللې وه، خو اوس نوموړي د دې کرنسۍ په اړه یو ټویټ کړی دی، چې له هغه وروسته يې بیه ډېره ښکته راروانه ده.

د اپریل په ۱۴مه نېټه ۱ بیټکوین ۶۳۲۳۳ امریکايي ډالره ارزښت درلود، چې د مۍ په ۱۰مه نېټه بیا ۵۶۷۴۷ زره امریکايي ډالره شو، خو اوس په یوه ورځ کې ډېر ښکته راغورځېدلی دی.

پرون، یعنې د مۍ په ۱۸مه نېټه ۱ بیټکوین په ۴۲۵۷۵ امریکايي ډالرو ارزښت و، خو نن بیا ۳۵۸۰۷ ډالرو ته راکوز شوی دی، چې شاوخوا ۷ زره ډالره توپیر پکې یوازې په یوه ورځ کې راغلی دی.

د بیټکوین د بیې داسې چټکې راغورځېدو وروسته اوس هغه خلک چې په دې کرنسۍ يې نیوکې کولې، اوس وايي چې دا تر ټولو بې ارزښته کرنسي ده او هېڅ راتلونکی نه لري.

دا هم ولولئ

ګوګل کروم د خپلو کاروونکو لپاره درې په زړه پورې ځانګړتیاوې رامنځته کړې

د امریکا د ټیکنالوژۍ لوی شرکت ګوګل د خپلو کاروونکو لپاره په خپل ویب براوزر …