کورپاڼه / خبرونه / د کورونا له وجې اسیا جام لغوه شو
اسیا جام

د کورونا له وجې اسیا جام لغوه شو

د کورونا ویروس ناروغۍ د یو ځل بیا چټک خپرېدو له امله په سریلانکا کې پلان شوی شل اوریز اسیا جام سږکال یو ځل بیا لغوه شو، چې دا د افغانستان لپاره بد خبر دی.

د معلوماتو له مخې، د کورونا ویروس له امله شل اوریز اسیا جام لغوه شو، دا جام په راتلونکې میاشت کې په سریلانکا کې پلان شوی و. د سریلانکا کرکټ بورډ عمومي مشر وايي، چې د کورونا له وجې د اسیا جام ترسره کول ممکن نه دي.

یوه میاشت مخکې بیا د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رییس احسان ماني هم په دې اړه غږېدلی و او ویلي يې و، چې په سریلانکا کې ښايي اسیا جام ترسره نه شي او دا راتلونکي کال ته وځنډول شو.

هغه ویلي و، چې سږکال د پاکستان ملي لوبډلې خپلې نړیوالې لوبې ډېرې دي، نو له دې امله دوی نه شي کولای چې اسیا جام ترسره کړي. هغه دا هم ویلي و چې داسې هم کېدای شي چې اسیا جام تر ۲۰۲۳ کال پورې وځنډول شي.

د شل اوریز اسیا جام لغوه کېدل د افغانستان لپاره تر ټولو بد خبر دی، ځکه چې افغانستان له نورو هېوادونو سره نړیوالې سیالۍ نه لري او یوازې اسیا جام او نړیوال جام ته په تمه و، چې تېر کال هم ترسره نه شو او سږکال هم اسیا جام لغوه شو.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …