کورپاڼه / خبرونه / د ګلبدین نایب سخته تبه، خو راشد خان ورته څه لیکلي؟
راشد خان او ګلبدین نایب

د ګلبدین نایب سخته تبه، خو راشد خان ورته څه لیکلي؟

تېره ورځ د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب د کورونا ضد واکسین وکړل، خو په ورپسې بله ورځ يې ولیکل، چې د واکسین له امله يې سخته تبه ده.

نوموړي د کورونا ضد واکسین پر مهال اخیستل شوي عکسونه هم ریټویټ کړي و او د سختې تبې خبره يې هم ورسره کړې وه، چې ډېرو خلکو ورته د روغتیا دعا هم کړې وه.

خو د ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان بیا ورپسې ټوکې کړې دي او ورته يې لیکلي دي: ((چرته نه کار هلته څه کار.)) او همدا راز د روغتیا دعا يې هم ورته کړې ده، هغه ورته دا هم ویلي دي، چې دا حالت لومړیو څو ورځو لپاره وي.


ګلبدین نایب بیا بېرته راشد خان ته ځواب ورکړی دی او ورته يې لیکلي دي: ((خانده خانده ستا ورځ به هم راشي.)) چې راشد خان ورته بېرته د (الله دې خېر کړي) خبره لیکلې ده.

د یادولو وړ ده چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو دوه ورځې وړاندې په افغانستان کرکټ بورډ کې د کورونا ضد واکسین وکړل، خو راشد خان او محمد نبي بیا په متحده عربي اماراتو کې دي او داسې ښکاري چې هغوی تراوسه واکسین نه دي کړي.

دا هم ولولئ

ګلشن ګروور او مهیندر سینګ دهوني

ګلشن ګروور مهیندر سینګ دهوني ته: زموږ په کارونو کې لغته مه وهه

د هندي سینما مشهور اداکار چې په فلمونو کې زیات وخت د بدمعاش کردار لوبوي، …