کورپاڼه / روغتيا / د وینې د لوړ فشار لپاره ډېر ګټور توکي

د وینې د لوړ فشار لپاره ډېر ګټور توکي

د وینې لوړ فشار یوه داسې ناروغي ده چې ورځ تر ورځې عامېږې، روغتیایي کارپوهان وایي چې د وینې د لوړ فشار د کنترول لپاره باید هغه توکې استعمال شي چې سوړ خاصیت لري.

په دې شیان کې یو یې مستې هم دي، روغتیایي کارپوهان وایي که چېرته په ورځني ډول مستې استعمال شي د وینې د فشار په کنترول کې مرسته کوي.

د څېړنې له مخې ویل کېږي چې د مستو روغتیایي بکتریا معدې ته په داخلیدو سره د وینې فشار کنترولوي. دغه راز یادې بکتریاوې د پرو بیوټیک استعمال عادي اندازې ته راولي چې د وینې د لوړ فشار په کنترول کې مرسته کوي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په مستو کې کلسیم، پروټین، ویټامین بي او فولیک اسید شتون لري چې د لوړ کلیسترول په کمولو کې ګټور تمامېږي.

دوی وایي چې د لوړ فشار ناروغان باید د غوړو او مالګه لرونکو توکو څخه ډډه وکړي او له ورزش سره دې ښه او غوره خوراکي توکي استعمال کړي او د مستو ترڅنګ د امروتو استمعال هم ګټور تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان په دې اړه وایي چې په امروتو کې موجود توکي د وینې جریان ښه ساتي او په برابرولو کې یې مرستندویه تمامېږي او له یادې ناروغۍ څخه په ژغورنه کې مرسته کوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …