کورپاڼه / خپلواک / پاکستانۍ سندرغاړې له سندرو توبه وويسته
رابي پير زاده ١

پاکستانۍ سندرغاړې له سندرو توبه وويسته

خپلواک وېبپاڼه (٦ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان پاپ سندرغاړې رابي پيرزاده ډېرى وخت د خبرونو سرټکې وه، خو په وروستيو کې د هغې لوڅې ويډيوګانو خپرېدو وروسته دغه پاکستانۍ سندرغاړې له سندرو نوره توبه وويسته.

کله چې د رابي پيرزاده لوڅې ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوې، نو هغې له خلکو غوښتنه وکړه چې دغه ويډيوګانې دې نه خپروي، خو د دغه ويډيوګانو مخه ونه نيول شوه او بالاخره رابي پيرزاده د فلمي نړۍ پرېښودو پرېکړه وکړه.رابي پيرزاده

د پاکستانۍ سندرغاړې لوڅې ويډيوګانې خپرې شوي

پاکستانۍ سندرغاړې مودي په انتحاري جامو ګواښلى

دغه پاکستانۍ سندرغاړې په خپل ټويټر کې ليکلي دي: ((زه له فلمي نړۍ ځان بيلوم، الله پاک دې زما ګناهونه معاف کړي او زما په تړاو دې د خلکو زړونه نرم کړي.)) له هغه وروسته معلومه شوه چې رابي پيرزاده د هنر نړړۍ پرېږدي. له هغه وروسته هغې په يوه بل پوسټ کې دا هم وليکل، چې ماته زما په کېدو افسوس دى.


د يادولو ده چې دغه پاکستانۍ سندرغاړې په ټولنيزو رسنيو کې داسې پېغامونه ورکول چې هغه به د خبرونو سرټکي جوړېدل. لکه څه ورځې مخکې هغې د ځانمرګي واسکټ اغوستى و او ويل يې چې، غواړي د هند په لومړي وزير نريندرا مودي ځانمرګى بريد وکړي.

په پاکستان کې په رابي پيرزاده باندې ډېرى خلکو دا نيوکه هم کوله، چې هغه د خپل شهرت او ځان مشهورولو لپاره داسې کړنې ترسره کوي، چې هغه هيچا ته نه دي پکار.رابي پيرزاده ٢

خو کله چې د رابي پيرزاده لوڅې ويډيوګانې خپرې شوې، نو له هغه وروسته ډېرى پاکستان يې تر څنګ هم ودرېدل. په ټويټر په يوه ويډيو کې يوه نجلۍ له رابي پيرزاده بخښنه هم غواړي او وايي، چې ما د قيامت په ورځ مه رانيسي، بلکې اوس مې وبخښه. هغه وايي دغه ويډيوګانې ورته يو چا رالېږلې وې او هغې هم نورو خلکو ته لېږلي دي.

د يادولو ده چې د رابي پيرزاده د دغه ويډيوګانو خپرېدو سره سم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي شاهين اپريدي يوه ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو خپره شوې وه، چې هغه پکې يوې نجلۍ ته خپله تناسلي اله ښکاره کوي، خو شاهين اپريدي د دغه ويډيو په غبرګون کې تراوسه پورې هېڅ هم نه دي ويلي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …