کورپاڼه / خبرونه / کرکټ بورډ: افغان لوبډله سپتمبر کې له پاکستان سره لوبې کوي
شاهین شاه اپریدی او حضرت الله ځاځی

کرکټ بورډ: افغان لوبډله سپتمبر کې له پاکستان سره لوبې کوي

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک وايي، چې د افغانستان ملي لوبډله به سږکال د سپتمبر په میاشت کې له پاکستان سره ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي.

دا د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) له خوا د اېف ټي پي لوبې دي، چې په ۲۰۱۸ کال کې پلان شوې دي او سږکال به د سپتمبر په میاشت کې ترسره کېږي، دا لوبې د راتلونکي نړیوال جام لپاره د سوپر لیګ لوبې دي، نو که ونه ځنډېږي، ترسره کېدل يې حتمي دي.

فرید هوتک په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي: ((افغان کرکټ ملي لوبډله به د روان کال په سپټمبر میاشت کې له پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره درې نړیوالې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي او همداراز سږ کال له سریلانکا، هند او ویسټ انډیز سره هم لوبې کیږي.))

محمد فرید هوتک

دا په داسې حال کې ده چې ای سي سي د افغانستان او هند ۳ نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د مارچ په میاشت کې او د سریلانکا سره د جولای او اګست په میاشت کې پلان کړې وې.

د هند سره یادې لوبې ځنډېدلي دي او لا يې هم په اړه کره او پوره معلومات نشته، چې دا سیالۍ به کله ترسره شي، خو د سریلانکا سیالۍ ولې وروسته کېږي، په دې اړه هم معلومات نشته.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …