کورپاڼه / هنر او کلتور / د انیل کپور (۳۷) کلنې پخوانې مینې ټولې مینې شاته پرېښودې

د انیل کپور (۳۷) کلنې پخوانې مینې ټولې مینې شاته پرېښودې

د هندي فلمونو د صنعت مشهور اداکار یا هنرمند انیل کپور د خپل واده په اوه دیرشمه کلیزه د خپلې میرمنې لپاره د مینې ډک پیغام ورکړی.

انیل کپور په ۱۹۸۴ کال د میي په نوولسمه نیټه واده کړی او (۳۷) کال یې ګډ ژوند وکړ، چې په همدې مناسبت یې پر ټولنیزې رسنۍ خپل او د میرمنې عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي.

((د مینې ټولې کیسې او حوالې زموږ د مینې د کیسې پر وړاندې کمې دي، دا چې تاسره په څنګ کې یم نو خوشحاله یم او ځان خوندي ګڼم.))

دغه راز نوموړی لیکي چې:((تاسې زموږ د کورنیو لپاره پیاوړې ډبره یئ، زه نه پوهېږم چې له تا وروسته به موږ په ژوند کې څه وکړو؟))

انیل کپور وایي چې زه وعده کوم چې له تاسره به داسې ژوند تېروم چې ته به د مینې او هغه څه احساس وکړې چې حق یې لرې. دغه راز د ټویټ په اخر کې یې خپلې میرمنې ته د اوه دیرشمې کلیزې مبارکي هم ورکړې.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …