کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پر مشتري هم پټ ډنډونه موندل شوي او هلته د ژوندیو موجوداتو شتون هم ممکن ښودلی شوی

پر مشتري هم پټ ډنډونه موندل شوي او هلته د ژوندیو موجوداتو شتون هم ممکن ښودلی شوی

کله چې له ځمکې پرته پر کومې بلې سیارې د ژوند د مفروضې په اړه خبرې کېږي، نو سمدستي مو ذهن ته د مریخ نوم راځي، خو اوسمهال ساینسپوهان د یوې بلې سیارې په اړه معلومه کړې چې ممکن ژوند ور پکې وشي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې ساینسپوهانو د مشتري د سپوږمۍ پر سطحه پټ جهیلونه یا ډنډونه موندلي او ویلي یې دي چې امکان دې ولري چې په دې سپوږمۍ به فضایي مخلوق ژوند کوي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې د مشتري دغه سپوږمۍ یوروپا (Europa) نومېږي، چې زموږ له سپوږمۍ یو څه کوچنۍ ده، خو د سطحې په اړه یې ویل کېږي چې سطحه یې کنګل ده او تر لاندې یې جهیلونه او سمندر به وي.

ویل کېږي چې همدغه ډول کنګل شوي ډنډونه زموږ پر ځمکې د انتارکتیکا د واورینې سطحې لاندې هم موندل کېږي او ساینسپوهان ادعا کوي چې د یوروپا پر سطحه ټول هغه توکي شتون لري چې د ژوند لپاره اړین وي.

لکه څنګه چې دغه سیاره له مریخ پرته دویمه سیاره ده چې د ژوند امکان ور پکې لیدل کېږي او دا امکان هم شته چې پر یوروپا به کوم ډول ژوندي موجود هم شتون ولري.

دا هم ولولئ

له کوم ډول وریځو څخه د باران ورېدلو امکان ډېر وي؟

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي کله چې وریځې تور رنګه یا سرمیي غوندې …