کورپاڼه / بېلا بېل / چاغه ښځه چې د خاوند دپاسه ناسته وه، مړ يې کړ
چاغه ښځه

چاغه ښځه چې د خاوند دپاسه ناسته وه، مړ يې کړ

په روسیه کې يوه چاغه ښځه چې د خپل خاوند سره يې جنګ راغلی و، د خپل خاوند دپاسه ناسته وه او هغه يې له همدې وجې مړ کړی و.

د ډېلي سټار وېبپاڼې د راپور په وېنا، دا ښځه تاتیانااو (TatyanaO) نومېږي او د هغې خاوند ایدر نومېږي چې د دواړو ترمنځ جنګ و، تاتیانا او خپل خاوند ایدر په ځمکه راغورځولی و او د هغه دپاسه ناسته وه، چې د ساه بندېدو له وجې يې خاوند مړ شوی.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دا دواړه د روسيې د نووکوزنیتسک ښار اوسېدونکي دي او د ښځې وزن ۱۰۲ کلو څخه هم زیات و. کله چې د تاتیانااو او ایدر لور خپله مور د خپل پلار دپاسه په ناسته ولیدله، نو هغه ژر بهر لاړه او د ګاونډیانو څخه يې مرسته وغوښته.

خو کله چې د هغوی ګاونډیان دغه کور ته رارسېدل، نو د دغه ماشومې پلار د هغې د مور د ډېر وزن له وجې مړ شوی و. ګاونډیانو يې ژر پولیس راوغوښتل، چې د سړي مړینه يې تایید کړه او دغه چاغه ښځه يې ونیوله.

پولیسو وايي چې دوی څېړنې روانې کړې دي، خو تراوسه پورې يې په دې اړه څه نه دي ویلي، چې د دوی جنګ په څه و او دا پېښه قصدا وشوه او که په تېروتنه سره له دغه ښځې نه دا کار وشو.

دا هم ولولئ

د واده کولو لپاره ترټولو غوره عمر کوم دی؟

د ریاضي د یوې نوې تیورۍ یا نظریې له مخې ویل کېږي چې خلک باید …