کورپاڼه / هنر او کلتور / په هند کې رالوتي طوفان د رنبیر کپور کور ته هم زیان اړولی

په هند کې رالوتي طوفان د رنبیر کپور کور ته هم زیان اړولی

په هند کې له کورونا وروسته سمندري طوفان رالوتی او تباهي یې رامنځته کړی، چې اوس یې په همدې لړ کې د رنبیر کپور هغه کور ته هم زیان اړولی چې د جوړېدو په حال کې دی.

ویل کېږي چې دغه طوفان تاوتی نومېږي او ممبۍ سره د ټکر پرمهال یې سرعت په ساعت کې ۱۱۴ کیلومیتره و، چې په سبب ودانیو او ونو ته سخت زیان اړولی دی.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې له دې خطرناک طوفان څخه د اداکار یا هنرمند هغه کور هم په امان نه دی پاتې چې اوسمهال پرې کار روان دی.

راپور زیاتوي چې د رنبیر کپور له کور څخه بهر ایښودل شوي حفاظتي شیان د طوفان له سرعت لاندې راغلي او له ونو سره د لګېدو په سبب خراب شوي.

دغه راز په تصویر کې لیدل کېږي چې د رنبیر کپور له کور څخه بهر پر ولاړ موټر ونه لوېدلې او زیان یې ورته اړولی.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …