کورپاڼه / خبرونه / د هند او نیوزیلېنډ پایلوبه کې ۴۰۰۰ تماشچیان هم پرېښودل کېږي
هند او نیوزیلېنډ

د هند او نیوزیلېنډ پایلوبه کې ۴۰۰۰ تماشچیان هم پرېښودل کېږي

د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ راتلونکې میاشت په انګلستان کې د نړیوال ټېسټ اتلولۍ پایلوبه ترسره کېږي او ویل کېږي چې دغه لوبې ته به ۴۰۰۰ تماشچیان هم د لوبې نندارې لپاره ورپرېښودل شي.

له کله راهیسې چې کورونا ویروس راغلی دی، له هغه وخت راهیسې تر ډېره پورې د کرکټ نړیوالې سیالۍ هم په تشو لوبغالو کې ترسره کېږي او تماشچیانو ته د لوبې لیدو اجاره نه ورکول کېږي.

په کوم ځای کې چې د نړیوال ټېسټ اتلولۍ پایلوبه ترسره کېږي، هلته د همپشایر او لیسټرشایر ترمنځ په یوه لوبه کې ۱۵۰۰ تماشچیانو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې وه، چې اوس به دغلته د جون په ۱۸مه نېټه دا پایلوبه هم ترسره شي.

د انګلستان او ویلس کرکټ بورډ او کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه کړې ده، چې په لوبه کې به تماشچیانو ته اجازه ورکول کېږي، ځکه چې ډېر خلک غواړي چې دا لوبه له نږدې څخه په مېدان کې ننداره کړي.

د ای سي سي له خوا دا هم ویل شوي دي، چې په نږدې ورځو کې به د نړیوال ټېسټ اتلولۍ لوبې لپاره د لوبې کنډیشن هم اعلان کړي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …