کورپاڼه / جالب / هغه برګر چې امیندوارې میرمنې یې د ماشوم د زېږون لپاره خوري

هغه برګر چې امیندوارې میرمنې یې د ماشوم د زېږون لپاره خوري

تاسې ولې برګر خورئ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې به حتماً وایئ چې دا لا څنګه پوښتنه ده؟ خلک ددې لپاره برګر خوري چې خوښ یې دي، خو ددې خبرې په اورېدو به حیران شئ چې په نړۍ کې یو ریستورانت داسې برګر هم جوړوي چې امیندوارې میرمنې یې د ماشوم د زېږون لپاره خوري.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه ریستورانت د امریکا د منیسوټا ایالت د ایکسیلسیر په ښار کې موقیعت لري او دې برګر ته یې د (Labour Inducer Burger) نوم ورکړی او د خوراک په پایله کې په امیندوارو درد راځي او د زېږون مرحله یې آسانوي.

د راپور له مخې ویل کېږي چې د ریستورانت ادارې ادعا کړې چې د دوی د برګر په خوړلو سره د یو دیرش ښځو ماشومان زېږېدلی.

ویل کېږي چې په دې ښځو کې د ریستورانت د څښتنه هم شامله ده. د ریستورانت څښتن کیلسي برسیټ وایي چې دوی په ۲۰۱۹ کال د پخلي په یوه سیالۍ کې ګډون کړی او دا برګر یې ور پکې په ځانګړي توګه تیار کړي ول.

نوموړې وایي چې هغه وخت یې حمل د اته دیرشو اوونیو و او کله چې یې برګر وخوړ شپږ ساعته وروسته پرې درد راغی او ماشوم یې وزېږد او له هغې وروسته د برګر په خوړو د یو دیرشو میرمنو ماشومان زېږېدلي.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …