کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپریدي د فلسطین لپاره غږ پورته کړی، خو پښتنو او هندیانو پرې سختې نیوکې کړي
شاهد اپریدی

شاهد اپریدي د فلسطین لپاره غږ پورته کړی، خو پښتنو او هندیانو پرې سختې نیوکې کړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او الراونډر لوبغاړي شاهد خان اپریدي د خپلې لور سره یو ځای د فلسطین بېرغ پورته کړی دی، چې د کراچۍ په ښار کې يې هم ګرځولی.

نوموړي د فلسطین بېرغ سره عکسونه په خپل ټویټر کې خپاره کړي دي او د فلسطین لپاره يې خپل غږ پورته کړی دی. هغه لیکلي دي، چې د فلسطین نه ډېر لیرې زموږ زړونه ستاسې لپاره درزېږي، غم، اندېښنې، ویرې او فکر ټول د لږ وخت لپاره دي. همدا راز نوموړي د فلسطین د ازادۍ هشټاګ هم کارولی دی.


د شاهد اپریدي له ټویټ وروسته که څه هم یو شمېر پاکستانیانو د هغه په دې ټویټ ملاتړ کړی دی، خو پښتنو او هندیانو بیا پر شاهد اپریدي سختې نیوکې کړې دي.

پښتنو شاهد اپریدي ته لیکلي دي، چې نږدې خپل پښتانه نه ویني، افغانستان نه ويني خو ډېر لیرې پروت فلسطین ویني او د هغې لپاره غږ پورته کوي، خو خپل قوم او د خپلې ژبې خلک ترې هېر دي.

هندیانو بیا د شاهد اپریدي یاد ټویټ ته لاندې لیکلي دي، چې دوی د اسراییل ملاتړ کوي. همدا راز ځینو هندیانو ورته بیا لیکلي دي، چې د تش په نوم ملاتړ باندې هېڅ نه کېږي، خپل حکومت ته دې ووايي، چې د فلسطین د ملاتړ لپاره عملي مېدان ته ورشي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …