کورپاڼه / خبرونه / مایک هسي: په هند کې نړیوال شل اوریز جام ترسره کول راته ممکن نه ښکاري
مایک هسي

مایک هسي: په هند کې نړیوال شل اوریز جام ترسره کول راته ممکن نه ښکاري

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی توپوهونکی، کمنټېټر او روزونکی مایک هسي وايي، چې په اوسني حالاتو کې په هند کې د نړیوال شل اوریز جام ترسره کول ممکن نه دي، ښه به دا وي چې دا جام دې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

مایک هسي چې د هند تجارتي لیګ (ای پي ایل) له ځنډېدو وروسته اوس خپل هېواد اسټرالیا ته رسېدلی دی او کرنټین يې هم ختم شوی دی، وايي چې متحده عربي امارات د نړیوال شل اوریز لپاره ښه ځای دی.

د هند کرکټ بورډ دې ته هیله من دی چې په اکتوبر-نومبر میاشتو کې نړیوال شل اوریز جام په ۹ ښارونو کې ترسره کړي، خو په وروستیو کې په هند کې د کورونا وضعیت له کنټرول وتلی دی، چې له امله يې ای پي ایل هم وځنډېده.

د اي ایس پي این کریک انفو د راپور په وېنا، مایک هسي له فاکس کرکټ سره په خپلو خبرو کې وویل، چې په هند کې د نړیوال شل اوریز ترسره کېدل ممکن نه دي.

هغه زیاته کړه، په ای پي ایل کې ۸ ټیمونه و، خو په شل اوریز جام کې بیا تر هغې هم ډېر دي، دا ټول له بهر راځي او هلته به په ښارونو هم ګرځي، نو دا یو لوی خطر دی. نو ښه او غوره ځای متحده عربي امارات دی، چې هلته نړیوال شل اوریز جام ترسره شي.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ نړیواله شورا (ای سي سي) د جون په لومړیو ورځو کې د نړیوال شل اوریز جام په اړه یوه مهمه غونډه کوي او په دغه غونډه کې به د نړیوال شل اوریز جام په اړه پرېکړه هم وشي، چې چېرته به ترسره کېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي او نوین الحق

نوین الحق ۲ لوبغاړي وسوځول او محمد نبي ۳۲ منډې وکړې

د ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې نوین الحق نن دوه لوبغاړي وسوځول او لوبډله یې په …