کورپاڼه / جالب / په هند کې یو هلک د خپل واده له مراسمو تښتیدلی

په هند کې یو هلک د خپل واده له مراسمو تښتیدلی

په هند کې یو زوم د خپل واده په مراسمو کې په ناڅاپي توګه ورک شو او له هغې وروسته یوه داسې حیرانوونکې پېښه واقع شوه چې ګوته پر غاښ به مو کړي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې دغه پېښه د هند د کانپور په ښار کې رامنځته شوه او د واده د مراسمو په جریان کې زوم یا شاه زلمی په ناڅاپي ډول ورک شو.

راپور زیاتوي چې په دې مراسمو کې ناوې او زوم یو بل ته ښار هم په غاړه کړل خو له هغې وروسته زوم نادرکه شو. کله چې د انجلۍ کورنۍ د زوم له ورکیدو خبره شوه نو فکر یې وکړ چې زوم به یې چا تښتولی وي.

خو کله چې یې لټه وکړه نو معلومه شوه چې زوم یې چا نه دی تښتولی، بلکې پخپله له واده تښتېدلی دی، چې په دې سره د انجلۍ پر کورنۍ او ناوې قیامت شو خو د واده په مراسمو کې یو ګډون کوونکي مشوره ورکړه چې وراباڼو کې کوم هلک وګوري او واده دې ورسره وکړي.

د انجلۍ کورنۍ د میلمه خبره ومنله او په وراباڼو کې یې یو شخص وټاکه او د انجلۍ واده یې وکړ. له دې وروسته د انجلۍ کورنۍ د هلک پر کورنۍ د دوکې ورکولو قضیه ثبت کړه، خو د هلک پلار بیا د خپل زوی د ورکیدو په اړه د پولیسو په حوزه کې عریضه وکړه.

دا هم ولولئ

حیرانوونکې: یوې ښځې د ډاکتر په تېروتنه د بلې ښځې اولاد زېږولی

په روسیه کې یوې میرمنې پرېکړه وکړه چې په مصنوعي طریقه به اولاد زېږوي، خو …