کورپاڼه / د لوبو راپورونه / نیدرلینډ په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سکاټلینډ ته ماتي ورکړه

نیدرلینډ په لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه کې سکاټلینډ ته ماتي ورکړه

د نیدرلینډ کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه اوبه کې د سکاټلینډ لوبډلې ته د ۱۵ منډو په توپیر ماتي ورکړه.

دغه لوبه چې تېره ورځ د نیدرلینډ یا هالینډ په کوربتوب په هیزیلارویګ سټدون لوبغالي کې ترسره شوه، د لوبې پچه د نیدرلینډ لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

که څه هم دغه لوبه پنځوس اوریزه لوبه خو د باران له امله ۳۳ اورونو ته راښکته شوې وه، چې نیدرلینډ لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو ۸ لوبغاړي له لاسه ورکړل او سکاټلینډ ته یې د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه.

د نیدرلینډ له لورې په توپ وهنه کې میکس او دود ښه وځلید او ۸۳ منډې یې وکړې او د سکاټلینډ له لورې په توپ اچونه کې ګون مین او مارک واټ دوه ـ دوه نیدرلینډي لوبغاړي وسوځول.

سکاټلینډ د ۱۶۵ منډو په تعقیب د ۸ لوبغاړو په سوځیدو ۱۴۹ منډې جوړې کړې او په ۱۵ منډو لوبه وبایلله. د سکاټلینډ له لورې کالم میکلوډ ترټولو ډېرې ۴۱ منډې وکړې او د نیدرلینډ له لورې ویوین کنګما درې او پال وین میکیرن دوه لوبغاړي وسوځول.

د یادولو وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به ټولې دوه یوه ورځنۍ لوبې ترسره شي، چې تر اوسه د ۱- ۰ پر وړاندې نیدرلینډ مخکې والی لري.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …