کورپاڼه / خبرونه / اندراني رای: د دهوني مشورو رانه غوره لوبغاړې جوړه کړه
دهوني او اندراني رای

اندراني رای: د دهوني مشورو رانه غوره لوبغاړې جوړه کړه

د هند کرکټ ښځینه لوبډلې لوبغاړې اندراني رای وايي، چې کله يې له مهیندر سینګ دهوني سره لیدلي و، نو هغه ورته ځینې مشورې ورکړې وې او د هغه مشورو ترې یوه غوره لوبغاړې جوړه کړه.

۲۳ کلنه اندراني رای د انګلستان سفر لپاره د هند په لوبډله کې شامله ده او لومړی ځل دی چې د هند ښځینه لوبډلې لپاره به په ټېسټ لوبه کې هم ولوبېږي.

اندراني وايي، چې د هغې ارمان و، چې د هند لپاره په نړیوالو شل اوریزو، نړیوالو یو ورځنیو او په ټېسټ لوبو کې ولوبېږي، چې اوس يې دا ارمان هم پوره شو.

اندراني رای توپوهونکې او ویکټ ساتونکې ده او د بنګال ایالتي لوبډله کې يې ډېره لوبه کړې او هلته يې ډېر نوم ګټلی و، چې وروسته بیا د هند د ښځینه ۱۹ کلنې لوبډلې برخه شوه.

اندراني رای اوس مهال د هند ښځینه لوبډلې سره ممبۍ ته تللې ده چې هلته د ۱۴ ورځې کرنټین وروسته به د لوبډلې سره یو ځای انګلستان ته لاړه شي، چې د انګلستان ښځینه لوبډلې سره یوازینۍ ټېسټ، ۳ نړیوالې یو ورځنۍ او ۳ نړیوالې شل اوریزې لوبې لري.

اندراني رای له یوې رسنۍ سره په خپله مرکه کې وویل، چې د مهیندر سینګ دهوني ستره مینه واله ده، د هغې لوبې ډېرې ګوري او زده کړه ترې کوي. د یو ټرېننګ پر مهال يې له هغه سره لیدلي و، چې هغه ورته د توپوهنې په برخه کې ښې مشورې ورکړې او همدغه مشورو د هغې څخه یوه ښه لوبغاړې جوړه کړه.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې د راتلوونکو لوبه لپاره لوبډله اعلان کړه، …