کورپاڼه / روغتيا / هغه لس (۱۰) عوامل چې د ویښتانو د توییدو سبب کېږي

هغه لس (۱۰) عوامل چې د ویښتانو د توییدو سبب کېږي

ښه، اوږده او ښکلي ویښتان درلودل یو له هغه خوبونو څخه دی چې ډېرې میرمنې یې ویني، خو ځینې دوی له داسې مراحلو څخه تېرېږي چې د ویښتانو وده یې بیخي کمزورې کېږي. له څېړنې ثابته شوې چې د ویښتان راختل د ژوند په یوه مرحله کې هم نه درېږي او ود یې له دریو مرحلو څخه تېرېږي چې وخت یې اشخاصو کې سره توپیر لري.

د ویښتانو د ودې مرحله له درې کلنۍ تر پنځه کلنۍ پورې وي او په دې دوران کې ویښتان راپیدا کېږي او په دوامداره توګه وده کوي، بیا یې د زوال مرحله راځي چې له پنځلسو تر شلو ورځو پورې وي چې دغه وخت د ویښتانو وده کمزورې کېږي.

بیا د وده درېدنې مرحله ده چې د ویښتانو له توییدو دمخه مرحله ده. دا مرحله له دوو تر دریو میاشتو پورې او د ویښتانو وده پکې درېږي. د ویښتانو د ودې سرعت په هر یو شخص کې سره توپیر لري خو ځینې عوامل هم شته چې د وده یې کمزورې کوي.

  • د ویښتانو لپاره توکي یعنې شامپو، تېل او نورو غلط انتخاب.

  • په برابره یا مناسبه اندازه د خوب نه کول.

  • د معدني موادو په ځانګړی توګه د زنک کمښت چې له غوښې، هګیو او ماهیانو یې ترلاسه کولی شو.

  • ډېر وخت زموږ هڅه دا وي چې خپل ویښتان کلک وتړو چې دا یې هم وده اغېزمنوي.

  • که چېرته د ویښتانو نمي کمه شي او سپوروالي ور پکې پیدا شي نو وده یې کمزورې کېږي.

  • د ویټامین کی کمښت هم د ویښتانو وده اغېزمنوي.

  • د ویښتانو د توییدو مرحله چې درې میاشتې دوام لري او له هغې وروسته بیا وده پیلوي.

  • کله چې د ویښتانو سرونه کمزوري شي نو بیا ویښتان په اسانۍ سره توییږي.

  • که چېرته پروټین کم شي نو د ویښتانو وده کمزورې کوي.

  • د پوستکي باید خیال وساتل شي کنه نو د ویښتانو وده کمزوري کوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …