کورپاڼه / ليکنې / کله چې خپل موبایل پلورئ یا یې بدلوئ نو لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ

کله چې خپل موبایل پلورئ یا یې بدلوئ نو لاندې ټکي په نظر کې ونیسئ

هر کال د موبایلونو شرکتونه نوي ـ نوي ماډلونه بازار ته وړاندې کوي چې په دې ډول د شرکتونو ترمنځ سیالي هم رامنځته کېږي او کاروونکې هم هڅه کوي خپل زوړ موبایل لېرې او پرځای نوی موبایل وکاروي.

خو له دې وړاندې چې موبایل بدل کړئ نو یو څو اړین اقدامات باید ترسره شي ترڅو شخصي معلومات مو د بل چا لاسته ور نشي. ددې لپاره ځینې اقدامات په ګوته شوي چې دلته به یې ولولو:

  • ډیټا کاپي کول: دا یوه داسې اړینه او بنسټیزه کړنه ده چې باید ترسره شي او ترڅنګ یې باید خپلو ټولو تصویرونو او فایلونو ته د بیک آپ اپشن جوړ کړئ ترڅو د موبایل په بدلون سره یې له لاسه ور نه کړئ. ددې لپاره د اندراید کارول د ګول په مرسته بیک آپ کولی شي او ایپل کاروونکې د آي کلوډ په مرسته ډیټا کاپي کولی شي.

  • له ټولو اکونټونه ووځئ: دا ډېره اړینه ده چې له ټولو هغه اکونټونو څخه ووځئ چې ور داخل شوي یئ، نو کله چې ترې ووځئ نور کسان به ستاسو ډیټا ته لاسرسی ونه لري.

  • د اکونټ فاسورډ بدلول: ځینې کسان په دې نظر وي چې یوازې له اکونټ څخه وتل بسنه کوي خو داسې نه ده بلکې د فاسورډ په بدلولو سره کولی شئ خپله ډیټا نوره هم خوندي کړئ.

  • فیکټري ریسټ یا ریسټور کول: ځینې کسان په دې ټینګار کوي چې موبایل باید ریسټور شي او په دې ډول خپل ډیټا خوندي کړئ او هغه پروګرامونه به ډیلیټ شي چې تاسې یې استعمالوئ.

  • سیم کارت او میموري کارت ترې لېرې کړئ: له موبایل څخه ټولو کارتونه وباسئ او په دې باور شئ چې موبایل مو د هر شي بیک آپ لري. وروسته له دې اقداماتو کولی شئ چې خپل موبایل وپلورئ.

دا هم ولولئ

افغان پاسپورټ ۲

هغه هېوادونه چې افغانان ورته په ۲۰۲۱ کال کې پرته له وېزې سفر کولاى شي

د هینلي پاسپورټ د تازه درجه بندۍ په اساس د افغانستان پاسپورټ د نړۍ تر …