کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: په ښځه او نارینه کې د ډیمنشیا د ناروغۍ خطر یو ډول وي

څېړنه: په ښځه او نارینه کې د ډیمنشیا د ناروغۍ خطر یو ډول وي

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي چې د ذهني روغتیا او حافظې پر اغېزمنونکې ناروغۍ ډیمنشیا د اخته کیدو خطر په نارینه او ښځینه وو کې یو ډول وي.

خو له دې څېړنې څرګنده شوې چې په نارینه وو کې د ډیمنشیا ناروغي د وینې په لوړ او ټیټ فشار یعنې په دواړو حالتونو کې پېښېدلی شي، خو په ښځو کې بیا یوازې د لوړ فشار په سبب رامنځته کېږي.

په دې څېړنه کې په منځني عمر کې د زړه د ناروغیو او ډیمنشیا د خطر فکتورونه تر څېړنې لاندې نیول شوي ول او دا پایله ورځنې لاسته راغله چې په نارینه او ښځینه وو کې د زړه د ناروغیو خطرونه یو ډول وي.

خو د وینې د فشار په مسئله کې بیا لږ توپیر لري او په نارینه کې د وینې د لوړ او ټیټ فشار یعنې دواړو حالتونو کې او په ښځو کې یوازې د لوړ فشار په سبب اغېزمن کېږي.

ددې څېړنې لیکواله جسیکا ګونګ وایي چې باید په دې اړه نور څېړنې ترسره شي ترڅو یادې پایلې تایید کړي او په دې سلسله کې د لوړ فشار په کنترول سره په راتلوونکې کې له یادې ناروغۍ ځان ژغورلی شو.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې استعمال یې ویښته ځواکمن، ګڼ او اوږده ساتي

غیر صحت مند او نامناسب خوراک د بدن ترڅنګ د ویښتو لپاره هم زیانمن وي …