کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

وټساپ د خپلو کاروونکو لپاره نوی فیچر وړاندې کوي

د پیغام رسونې لپاره په نړیواله کچه استعمالیدونکی اپلیکیشن غواړي چې د ډېر ژر د خپلو کاروونکو د آسانتیا لپاره یو نوی فیچر وړاندې کړي.

د بیټا انفو ویبپاڼې د راپور له مخې ویل کېږي چې وټساپ د (نیو ارکاییو) په نوم پر یو فیچر ازمایښت پیل کړی چې په مرسته به یې کاروونکې له غیر اړینو چټونه لېرې وي.

له دې وړاندې که چېرته غیر اړین چټ ارکاییو کیده نو په بشپړ ډول به له نظر څخه نه پنا کیده او هغه کس چې چټ به یې ارکاییو کیده، د میسج په ورلېږلو به یې نوم پر سکرین څرګندیده او ارکاییو چټ به پخپله ختمیده.

اوسمهال به چټ له ارکاییو کیدو سره د نوي پیغام په راتګ هم د سکرین پرمخ نه څرګندېږي. دغه اسانتیا اوسمهال د ځانګړو بیټا ویرژن لپاره د لاسرسي وړ ده او د اندراید د عامو کاروونکو لپاره به څه موده وروستو د استعمال وړ وګرځي.

ددې اپشن د ټاکنې لپاره له هر څه وړاندې د اپلیکیشن سیټنګ ته لاړ شئ او د چټ اپشن وټاکئ، هلته به د (کیپ چیټس ارکاییوډ) اپشن ووینئ، هغه درسره آن کړئ او په دې ډول چټ ښکته لاړ شي او له دې فیچر څخه به یې ګټه واخلئ. د یادولو وړ ده چې دا فیچر (2.21.11.1) ویرژن لپاره د لاسرسي وړ دی.

دا هم ولولئ

ګوګل د پوستکي د ناروغیو د تشخیص لپاره انلاین وسیله جوړه کړې

د نړۍ ترټولو لوی پلټونکې ماشین او د انټرنیټي ټیکنالوژۍ شرکت ګوګل د پوستکي د …