کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ساینسپوهانو له بوسو څخه ټوټې تیار کړي

ساینسپوهانو له بوسو څخه ټوټې تیار کړي

ساینسپوهانو له بوسو څخه یوه داسې ښکلې او پیاوړې ټوټه جوړه یا ډیزاین کړې، چې کات کېږي یاهم انعطاف منونکې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د هالینډ د راکیسټر پوهنتون څېړونکي په دې بریالي شوي چې له بوسو څخه یوه پیاوړې، ښکلې او انعطاف منونکې ټوټه ډیزاین کړې.

په دې اړه ساینسپوهانو پخپلو خبرو کې ویلي چې له بوسو څخه جوړې شوې جامې به په راتلوونکې کې د فیشن برخه وګرځي.

ویل کېږي چې د بوسو او د مړو شوو بکتریاوي سلولونو د یوځای کیدنې په پایله کې یې یوه داسې نایابه ماده تیاره کړې چې د بوسو د فوتوسینتیز له معیار او د بکتریاوي سلولونو په څېر پیاوړتیا لري.

ساینسپوهان وایي چې له دې مادې څخه نه یوازې دا چې ټوټې تیارېږي بلکې مصنوعي پاڼې او د فوتوسنتیز پوستکي هم تیارېدلی شي او امکان دې ولري چې په نږدې راتلوونکې کې یې خلک د فیشن لپاره د جامو په توګه وکاروي.

دا هم ولولئ

وټساپ د آیفون کاروونکو ته نوی فیچر وړاندې کړ

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ، چې له دوه میلیاردو ډېر کاروونکې لري، د …