کورپاڼه / روغتيا / د وینې هغه معاینه چې له نري رنځ څو میاشتې وړاندې ناروغي تشخیصوي

د وینې هغه معاینه چې له نري رنځ څو میاشتې وړاندې ناروغي تشخیصوي

د امریکا او چین ساینسپوهانو له یوې ګډې څېړنې وروسته د وینې یو داسې معاینه ایجاد کړې، چې د نري رنځ له نښو، نښانو څخه څو میاشتې وړاندې ددې ناروغۍ تشخیص کوي.

ویل کېږي چې ددې معاینې په مرسته د کوچني او غټو ماشومانو د نري رنځ په اړه هم تشخیص کېږي خو د دودیزو طریقو څخه یو څه ستونزمنه ده.

د تشخیصي ستونزو په سبب په ماشومانو کې د نري رنځ په اړه هغه وخت معلومات کېږي کله چې د یادې ناروغۍ میکروبونه خپلې اغېزې څرګندې کړي او زیان ورسوي. چې نوې معاینې دغه ستونزه حل کړې او په مرسته یې په وینه کې د (سي ایف پي ۱۰) په نوم پروټینو کچه معلومېږي. دغه پروټین په ډېره اندازه د نري رنځ له بکتریاوو خارجېږي او وینې سره یوځای کېږي.

د ماس سپیکټرو سکوپي تخنیک په استعمالولو سره د وینې له لږې اندازې څخه په لومړۍ مرحله کې د نري رنځ په اړه تشخیص کېږي. که څه هم دغه طریقه یو څه ستونزمنه ده خو اوسمهال ساینسپوهان په دې هڅه کې دي چې یوه کوچنۍ او کم مصرفه آله تیاره کړي.

د یادولو وړ ده چې نری رنځ د نړۍ له هغه لسو ناروغیو څخه شمېرل کېږي چې ترټولو ډېره مړینه رامنځته کوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …