کورپاڼه / جالب / یوازې په شپږو ساعتونو کې په هوایي اوسپنیز ګاډي کې د (۶۴) ځلې کېناستو نوی ریکارډ

یوازې په شپږو ساعتونو کې په هوایي اوسپنیز ګاډي کې د (۶۴) ځلې کېناستو نوی ریکارډ

په هوایي اوسپنیز ګاډي یا موټر کې یو ځل کېناستل هم له یوې ننګونې څخه کم نه ګڼل کېږي، خو یو شخص په شپږو ساعتونو کې (۶۴) ځله ورپکې کېناست او نوی ریکارډ یې جوړ کړ.

ویل کېږي چې د سین ایونس په نوم دغه شخص د ایلټن پر ودانۍ په مشهور او خطرناک هوایي اوسپنیز موټر کې پر کېناستو نوی ریکارډ جوړ کړ او په زړه پورې یې دا چې سر پرې هم ګرځیده خو بیا یې هم همت ونه بایله او دغه چیلنج یې بشپړ کړ.

سین ایونس د نړۍ یو داسې هوایي اوسپنیز ګاډی ټاکلی و، چې د ثقل قوه یې عامو ګاډو څخه درې برابره ډېره وه. دغه اوسپیز ګاډی نیمیسس نومېږي او د انګلستان د ایلټن په ودانۍ کې موقیعت لري.

له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال یو نهه ویشت کلن شخص چې شون سینبروک نومیده، د دوه دیرشو میترو په لوړوالی په دوامداره توګه (۶۳) ځله په هوایي اوسپنیز ګاډي ناست و، چې اوس یې سین ایونس ریکارډ مات کړ.

د نیمیسس هوایي اوسپنیز ګاډي مسول وایي چې په دې ګاډي کې یو ځل کېناست هم ستونزمنه خبره ده، ځکه چې د بدن په ټولو برخو د ثقل فشار راځي، چې بیا ډېرې ستونزې زېږوي خو سین دا هرڅه قبول کړ او ریکارډ یې پخپل نوم کړ.

دا هم ولولئ

که انسان په زر کاله ژور خوب وېده شي نو په نړۍ کې به څه بدلون رامنځته شي

که چېرته ټول انسانان د زرو کلونو لپاره په ژور خوب ویده شي او له …