کورپاڼه / هنر او کلتور / آوازې دي چې د سلمان خان فلمي کیریر ختم شو

آوازې دي چې د سلمان خان فلمي کیریر ختم شو

د هندي فلمونو شنونکو د سلمان خان د “رادی” فلم له خپرېدو وروسته ویلي دي چې:((د هیرو په توګه د سلمان خان کیریر ختم شوی دی.))

فلمي کره کتونکو د اختر پر ورځ د سلمان خان خپور شوی فلم “رادی” ښه نه دی ګڼلی او د خلکو هم دومره نه دی خوښ شوی. لکه څنګه چې د کورونا د وایروس په سبب دغه فلم په سینما خپور نه شو او په بېلابېلو ډیجیټل او (OTT) پلیټ فارمونو خپور شو نو په همدې سبب یې د ګټې په اړه څه نه ویل کېږي، خو په انلاین بڼه یې لږ کتونکې درلودل او په (IMDB) له ۱۰ څخه یوازې ۱.۹ درجې واخیستې.

د بالیووډ مشهور فلمي شنونکی ترن ادرش وایي چې د سلمان خان د فلم د خپرېدو لومړنۍ ورځ ښه نه وه. یو بل فلمي کره کتونکی امود مهرا بیا وایي چې د سلمان خان د هیرو په توګه کیریر ختم شوی دی او نوموړی باید له امیتاب بچن څخه زده کړه وکړي او امیتاب بچن له پنځوس کلنۍ وروسته د هیرو پرځای د ملاټر کوونکي رول لوبول پیل کړل.

 

امود مهرا وایي چې مطلب یې دا نه دی چې د سلمان خان د اداکارۍ کیریر ختم شو بلکې دا وایي چې د هیرو په توګه یې کیریر ختم شوی دی او له دې وروسته دی ملاټر کوونکی رول ولوبوي.

د بالیووډ یو بل د فلمونو شنونکی کومل نهتا وایي چې سلمان خان غواړي د فلم سندرې ولیکي، موسیقي یې برابرول غواړي او ترڅنګ یې کیسه لیکنه هم غواړي خو دا کارونه د سلمان خان نه دي بلکې نوموړی باید په فلم کې د ښه ښکاره کیدو او ښې اداکارې هڅه وکړي. خو که غواړي د فلم هره برخه ونډه واخلي نو فلم ته به یې نور تاوان هم ورسېږي.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …