کورپاڼه / روغتيا / هغه پنځه عادتونه چې له وخته وړاندې مو زړوي

هغه پنځه عادتونه چې له وخته وړاندې مو زړوي

پر مخ د ګرمۍ یاهم د لمر د وړانګو اغېزې، هر وخت فکر کول، وزګار پاتې کیدل، د خوب کمښت او په غلط ډول خوب کول انسان زړوي. خو ځینو کسانو ته به د عمر پټونکی هم ویل کېږي او له تقاعد کیدو وروسته هم ځوان ښکاري او ځینې بیا له وخته وړاندې زوړ ښکاري.

لکه څنګه چې الله تعالی ټول انسانان یو ډول پیدا کړي او ځانګړتیاوې یې هم یو شان دي، دغه راز د بدن ټول سیستم او حجرې هم سره ورته وي نو بیا ولې ځینې کسان په ځوانۍ کې زاړه او ځینې په زړښت کې ځوان ښکاري؟

څېړونکو په دې اړه پنځه مهم سببونه بیان کړي چې نن ورځ به هماغه سببونه ولولو او له ځان څخه به هم د عمر پټونکې جوړ کړو.

  • پرمخ د لمر د وړانګو او ګرمۍ اغېزې: ځینې کسان په لمر کې د ګرځیدو عادت لري او د سختې ګرمۍ پروا هم نه کوي، حتی تر دې چې په خوله کې ډوب وي، خو دا ټولې نښې له خبرداري څخه کمې نه دي او کله چې بدن ډېر ګرم شي نو یخ یې کړئ. ګرمي او د لمر وړانګې یو ډول پروټین چې کولیجین نومېږي ختموي او دا پروټین د ویښتانو، هډوکو، پوستکي او د نوکانو د پیاوړتیا لپاره اړین وي.

  • هر وخت فکر کول: هر وخت په دماغو کې مصروف اوسیدل پر بدن ترټولو لوی ظلم ګڼل کېږي، نو هڅه وکړئ چې دماغو ته د یو څه وخت لپاره آرام ورکړئ.

  • وزګار پاتې کیدل: ویل کېږي چې سستي او هیڅ ډول کار نه کول د زړښت سبب کېږي، خو ورزش بیا ددې برعکس کار کوي او د بدن غړي متحرک ساتي.

  • د خوب کمښت: د خوب کمښت په دفاعي سیستم حمله ور وړي، خپګان او تشویش پیدا کوي او د وینې د فشار سربیره د هضم سیستم هم اغېزمنوي نو هڅه وکړئ چې له اوو تر نهو ساعتونو خوب وکړئ.

  • په غلط ډول څملاستل: ځینې کسان په سم ډول سره نه ویده کېږي او پرمخې ویده کېږي چې ژور خوب نه شي کوی او ستونزې راولاړوي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …