کورپاڼه / روغتيا / روغتیایي څېړنه: د زیتونو خوړل ولې اړین وي؟

روغتیایي څېړنه: د زیتونو خوړل ولې اړین وي؟

زیتون که چېرته تور رنګه وي یاهم شین رنګه دواړه یې بې شمېره ګټې لري او په مختلفړ ترکاریو او خوړو کې استعمالېږي چې نه یوازې خوند ډېروي بلکې د انسان پر روغتیا مثبتې اغېزې هم پرېباسي.

روغتیایي کارپوهان په دې اړه وایي چې تور زیتون په ډېره اندازه ویټامین ای لري چې د سترګو لپاره ګټور ګڼل کېږي او د نظر د ستونزو په حل کې مرستندویه تمامېږي.

که چېرته په ورځني ډول څو دانې تور زیتون وخوړل شي نو نه یوازې دا چې ویښتان ښکلي کوي بلکې د پوستکي داغونه هم له منځه وړي. دغه راز د سوخت لپاره د درد ضد درملو په توګه کار کوي.

د یوې روغتیایي څېړنې له مخې ویل کېږي چې یو څو کاچوغې د زیتونو تېل په هماغه اندازه درد ختموي لکه څومره یې چې درمل ختموي او یو طبیعي درملنه ورته ویلی شو چې کوم زیان هم نه لري.

دغه راز تور زیتون د دانو په ختمولو کې هم اغېزمن رول لوبوي او د کلیسترولو او کلوزو په کمولو کې هم اغېزمن رول لوبوي او د وینې د شریانونو ستونزې هواروي.

روغتیایي کارپوهان په دې اړه وایي چې تور زیتون باید په اعتدال سره استعمال شي او که چېرته د ډېرو ګټو او د وزن د کمولو لپاره یې استعمالوئ نو له پنځو دانو څخه ډېرې مه خورئ.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …