کورپاڼه / هنر او کلتور / ارشد خان (چای والا) په برېتانیه کې هم چایخونه جوړوي
ارشد خان چای والا

ارشد خان (چای والا) په برېتانیه کې هم چایخونه جوړوي

هغه پښتون ځوان چې څو کاله وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر مشهور او د (ارشد چای والا) په نوم خلکو وپېژنده، په اړه يې ویل کېږي چې اوس غواړي په برېتانیه کې هم خپله چایخونه یا کېفی جوړه کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، ارشد خان چای والا غواړي چې په برېتانیه کې د روان کال تر پای پورې خپله کېفی پرانیزي. هغه په ۲۰۲۰ کال کې د پاکستان په اسلام اباد کې هم خپله کېفی جوړه کړې وه، چې نوم يې (چای والا) ورته ایښی و.

په راپور کې ویل شوي دي، چې په اسلام اباد کې د ارشد خان چای والا کېفی په ډي چوک کې ده، چې د سرک دپاسه ده او له هرې خوا نه ورته خلک ډېر راځي.

د ارشد خان دا کېفی چې په نوي ډول جوړه شوې ده، پکې د ټرکونو د ډیزاین تهیم کارول شوی دی، چې پکې د پښتنو کلتوري نښې هم په واضحه توګه لیدل کېږي.

د یادولو وړ ده چې د ارشد خان یو عکس چې د سرک په سر چای پخوي، په ټولنیزو رسنیو کې مشهور شو، چې له هغه وروسته نوموړی رسنیو کې هم راغی، د موسیقۍ یو البم کې يې هم کار وکړ، خو د څه وخت لپاره بیا بېخي ورک شو او بیا چې راښکاره شو نو په اسلام اباد کې يې دغه چایخونه جوړه کړه.

دا هم ولولئ

راکیش اوم پرکاش: کله چې مې د فلم کېسه امیتاب بچن ته ورکوله نو لاسونه مې لړزېدل

د بالیووډ فلمونو مخکښ فلم جوړونکی راکیش اوم پرکاش وایي کله مې چې د (عکس) …