کورپاڼه / بېلا بېل / د (برګر) په لټه کې تمساح رسټورانټ ته ورسېد، خو هلته ونیول شو
تمساح

د (برګر) په لټه کې تمساح رسټورانټ ته ورسېد، خو هلته ونیول شو

د امریکا په فلوریډا ښار کې د یو رسټورانټ کسان هغه وخت کې په منډه شول، چې هلته يې تمساح ولیده، چې د ځايي حکومت له خوا بیا دغه تمساح ونیول شو.

دغه تمساح چې د موټرو په تمځای کې و، په یو شمېر کسانو پسې يې د ورتګ هڅه هم وکړه، خو دغه وږي تمساح کوم کس ونه نیولی شو او بیا د پولیسو له خوا ونیول شو.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، پولیس وايي، چې یو شمېر کسانو ورته زنګونه ووهل، چې د یو رسټورانټ په تمځای کې يې تمساح لیدلی دی او خلکو ته يې ستونزې راولاړې کړې دي.

کله چې پولیسو ته معلومات وشو، نو هغوی د ځناورو د ساتنې ادارې له کسانو سره یو ځای دغه رسټورانټ ته ورسېدل او هلته یې د موټرو په تمځای کې تمساح ولید، چې تمساح د تښتېدو هڅه هم وکړه، خو ونیول شو او بېرته خوندي ځای ته انتقال شو.


پولیسو رسنیو ته ويلي دي، چې داسې ښکاره کېده چې دا تمساح ډېر زیات وږی شوی و او له همدې امله دغه رسټورانټ ته تللی و، تر څو د خوراک لپاره یو څه پېدا کړي، خو هلته يې خلک ډېر ویرولي و. اوس دغه تمساح خپل اصل ځای ته رسول شوی او هلته پرېښودل شوی دی.

دا هم ولولئ

سلیکا جیل څه شی دی او ګټې یې څه دي؟

د درملو په ډېرو بوتلونو کې یو کوچني غوندې پاکټ هم ایښودل شوي او لارښوونه …