کورپاڼه / خبرونه / د بوینشور کمار پلار د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو
بوینشور کمار

د بوینشور کمار پلار د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو

د هند کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي بوینشور کمار پلار نن د ځیکر د سرطان ناروغۍ له امله مړ شوی دی، هغه ۶۳ کاله عمر لرلو، چې په میروت کې مړ شو.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د بوینشور کمار پلار کرن پال سینګ نومېده او اترپردېش پولیسو کې يې کار کړی و، چې اوس تقاعد شوی و.

د هغه پلار د ۲۰۲۰ کال د سپتمر میاشتې راهیسې د ځیګر سرطان درلود، چې درملنه يې روانه وه، خو له تېرو څو اونیو راهیسې يې حالت ډېر خراب و او په ډیلي او نویډا کې يې درملنه روانه وه.

په راپور کې ویل شوي دي، چې دوه اونۍ مخکې يې حالت نور هم خراب شو او بیا د ګنګانګر روغتون کې بستر شو، چې نن سهار (د مۍ په ۲۰مه نېټه) مړ شو.

د یادولو وړ ده چې بوینشور کمار د ای سي سي د ټېسټ نړیوالې اتلولۍ په پایلوبه کې د هند لوبډله کې نه دی شامل، دا لوبه په انګلستان کې د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ ترسره کېږي او همدا راز بیا وروسته هند له انګلستان سره هم د پنځه ټېسټ لوبو لړۍ ترسره کوي.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …