کورپاڼه / جالب / د جینز مینوالو لپاره په زړه پورې ډیزاینونه وړاندې شوي

د جینز مینوالو لپاره په زړه پورې ډیزاینونه وړاندې شوي

په دې وروستیو کې د جنوبي کوریا یوه شرکت داسې جالب جینزونه خرڅلاو ته وړاندې کړي چې ځینو یې په لیدو سره له خندا شنه شوي او ځینې یې بیا له ډېرې حیرانۍ ګوته په غاښ شوي.

جینزونه یو ډول داسې لباس ګڼل کېږي چې هر وخت په بېلابېلو ډیزاینونو کې د ښځو او نارینه وو لپاره د خوښ وړ وي او ځینې خو د زنګون سره پرې شوي هم وي.

خو سږ کال د سویلي کوریا شرکت دوه داسې ډیزاینونه رامنځته کړي چې له نورو یوه څه ځانګړي دي او د سلیش نوم یې پرې ایښی دی.

ویل کېږي چې په سلیش جینزونو کې بېلابېل ډیزاینونه خرڅلاو ته وړاندې شوي چې په ځینو کې ډېره کات شوې برخې وي او په ځینو کې بیا یوه ځای کات شوې برخه لري.

یاد شرکت ددې جینزونو تصویرونه پر ټولنیز رسنۍ خپاره کړي او خلکو یې پر وړاندې خپل غبرګونونه څرګند کړي. ډېر خلک په دې نظر دي چې دا د فیش یو اعلا ډول دی خو لږ شمېر خلکو بیا بې ګټې ګڼلي دي.

دا هم ولولئ

ولې ماشوم له زېږون وروسته ژاړي، سببونه یې څه دي؟

که چېرته په عموم کې خبرې کوو نو د ماشوم ژړا د والدینو لپاره ښه …