کورپاڼه / خبرونه / د انګلستاني لوبغاړي جوفرا ارچر د څنګل عملیات کېږي
جوفرا ارچر

د انګلستاني لوبغاړي جوفرا ارچر د څنګل عملیات کېږي

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی جوفرا ارچر د څنګل ټپ لري چې د جمعې په ورځ به د هغه د څنګل سرجري یا عملیات ترسره شي.

جوفرا ارچر د نیوزیلېنډ پر وړاندې په راتلونکو دوه ټېسټ لوبو کې هم نه دی اخیستل شوی، چې راتلونکي میاشت کې ترسره کېږي، ځکه د نوموړي څنګل ټپي دی.

د انګلستان کرکټ بورډ د ۲۶ کلن لوبغاړي په اړه په ټویټر کې یو خبر خپور کړی دی او لیکلي یې دي، چې د هغه عملیات به سبا ترسره شي.

د جوفرا ارچر څنګل په کاونټي سیالیو کې خوږ شوې ده، هغه د سسیکس لوبډلې لپاره لوبېده او د کینټ پر وړاندې يې لوبه ترسره کوله، چې د کینټ په دویمه پاڼۍ کې نوموړی ټپي او له لوبې څخه بهر شو.

د انګلستان کرکټ بورډ د نوموړي په اړه دا نه دي ویلي، چې هغه به تر کله پورې روغ او فیټ شي او همدا راز بېرته به ملي لوبډلې ته راستون شي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …