کورپاڼه / هنر او کلتور / فاطمه ثنا شیخ: یو ځل مې شاهرو خان لمس کړ او بیا مې ټوله ورځ لاس ونه وینځه

فاطمه ثنا شیخ: یو ځل مې شاهرو خان لمس کړ او بیا مې ټوله ورځ لاس ونه وینځه

د هندي فلمونو اداکارې یا هنرمندې فاطمه ثنا شیخ ویلي دي چې یو ځل یې پر شاهرو خان لاس لګیدلی و، چې بیا ټوله ورځ لاس نه و وینځلی.

د بالیووډ اداکاره فاطمه ثنا شیخ چې په دې ورځو کې یې د “عجیب داستان” فلم کې د اداکارۍ په سبب د رسنیو د بحث موضوع ګرځیدلې او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پرې د لنډ لباس اغوستلو له امله سختې نیوکې کړي، خو نوموړي د ځواب په ورکولو سره غلي کړي.

فاطمه ثنا شیخ چې د عامر خان له “دنګل” فلم څخه یې په بالیووډ کې قدم کېښود، وایي چې د بالیووډ د رومانس له بادشاه شاهرو خان سره یې د “ون ټو کا فور” فلم کې د یوې ماشومې اداکارې په توګه کار کړی.

نوموړې وایي چې کله غټه شوه نو د لومړي ځل لپاره د “دنګل” فلم د ثبت پرمهال یې له شاهرو خان سره لیده کاته وشول، چې عامر خان هم موجود و.

فاطمه ثنا شیخ وایي چې عامر خان د بالیووډ بادشاه ته ور وپېژندم او د خبرو پرمهال مې یوې ټوکې ته په زوره وخندل او شاهرو خان مې لمس کړ، چې بیا مې ټوله ورځ لاس ونه وینځه.

دا هم ولولئ

عالیه بټ: موږ به په مناسب وخت کې به واده وکړو

د بالیووډ ځوانې اداکارې عالیه بټ له رنبیر کپور سره د خپل واده اوازو ته …