کورپاڼه / بېلا بېل / نارینه د ښځو ښکلا خوښوي، نو ښځې په نارینه وو کې څه شی خوښوي؟
نجلۍ او هلک

نارینه د ښځو ښکلا خوښوي، نو ښځې په نارینه وو کې څه شی خوښوي؟

په عموم کې نارینه د ښځو ظاهري شکل یا ښکلا او د بدن جوړښت خوښوي، خو ښځې بیا د نارینه غوندې نه وي او سړیو ته له بلې زاویې ګوري او پوښتنه داده چې نارینه او ښځې د ژوند د ملګري/ملګرې کومې ځانګړتیاوې خوښوي؟

په دې اړه ارواپوهانو یوه څېړنېزه سروې ترسره کړې چې حیرانوونکې پایلې لري. د میل انلاین د راپور له مخې ویل کېږي چې په دې سروې کې استرالیاوې څېړونکو اوه زره، درې سوه، پنځه ویشتو کسانو څخه پوښتنې کړي.

چې له پایلو څخه معلومه شوه چې ښځې د ژوند ملګري عمر، ځیرکتیا، ګټې، وټې او باور ته ډېر لومړیتوب ورکوي.

بل لوري ته نارینه بیا د ښځینه وو ظاهري ښکلا او بدني جوړښت ته ترجیح ورکوي او د څېړونکو ډلې مشر ډاکتر سټیفن وایټ په یوې ځانګړې طریقې سره سروې ترسره کړه.

نوموړی وایي چې نارینه او ښځینه وو ته یې د ژوند د ملګري/ملګرې د ځانګړتیاوو نوملړ ترمخ کېښود او ورته یې وویل چې له صفر څخه تر سلو پورې نمرې ورکړي، چې بیا ښځینه وو ډېرې نمرې عمر ته او نارینه وو بیا ښکلا ته ډېرې نمرې ورکړې وې.

دا هم ولولئ

غني خان او مولانا محمد یوسف

مولانا محمد یوسف: غني خان د الله ولي و

د خېبر پښتونخوا مشهور مولانا محمد یوسف بونېری وايي، چې د پښتو ژبې مشهور شاعر …