کورپاڼه / خبرونه / نسیم دانش: ای سي سي د افغانستان کرکټ بورډ ته هر کال ۸ میلیونه ډالر ورکوي
نسيم دانش

نسیم دانش: ای سي سي د افغانستان کرکټ بورډ ته هر کال ۸ میلیونه ډالر ورکوي

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس نسیم الله دانش وايي، چې افغانستان اوس بشپړ غړیتوب لرونکی هېواد دی او د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) له خوا ورته هر کال ۸ میلیونه ډالر بودیجه ورکول کېږي.

نسیم الله دانش چې په یوه فېسبوکپاڼه يې په ژوندۍ بڼه مرکه کوله، په خپلو خبرو کې وویل، چې هغه کله د کرکټ بورډ عمومي رییس و، نو هغه مهال دوی دویمه درجه غړیتوب لرلو او ای سي سي ورته ۲ میلیونه ډالر ورکول.

هغه زیاته کړه، چې اوس افغانستان کرکټ بورډ بشپړ غړیتوب لري او ای سي سي ورته هر کال ۸ میلیونه ډالر ورکوي او دا ټولې پېسې بېځایه مصرفېږي، بلکې د مصرف هېڅ ځای یې نه دی معلوم.

نسیم دانش په خپلو خبرو کې وویل، چې د کرکټ بورډ زیاته بودیجه په معاشونو ورکول کېږي او له معاشونو ورکولو پرته بل هېڅ کار په سترګو نه لیدل کېږي.

نوموړي دا هم وویل، چې هغه په خپل وخت کې د شپږیزې کرکټ لیګ د ترسره کولو له لارې ۸۰۰ ډالر ګټلي و، خو دوی اوس په تاوان باندې دا لیګ ترسره کوي.

دا هم ولولئ

میتیو هیډن پر اسټرالیایي لوبغاړو سختې نېوکې کړي دي

میتیو هیډن د پاکستان د سفر پر مهال د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د یوه ورځنیو …