کورپاڼه / خبرونه / نسیم دانش: اصغر افغان دې په نړیوال جام کې استعفا ورکړي
اصغر افغان

نسیم دانش: اصغر افغان دې په نړیوال جام کې استعفا ورکړي

د افغانستان کرکټ بورډ پخوانی عمومي رییس نسیم الله دانش وايي، چې اصغر افغان باید د نړیوال شل اوریز جام پر مهال په وروستۍ لوبه کې له کپتانۍ څخه استعفا ورکړي.

نسیم الله دانش د افغان کریک انفو په نوم له یوې پاڼې سره په فېسبوک کې مرکه کوله، چې د کپتان د بدلېدو په اړه وغږېده. هغه وویل، چې اوس وخت د دې نه دی چې کپتان دې بدل شي.

نوموړي وویل، په دې اړه يې مخکې هم خبرې کړې وې، چې کپتان باید له نړیوال جام نه لږ تر لږ دوه کاله مخکې بدل شي، تر څو هغه د نړیوال جام لپاره خپله لوبډله جوړه کړي.

د اصغر افغان د بدلېدو په اړه نسیم دانش وویل، چې اوس خو نړیوال شل اوریز جام په همدې کال کې ترسره کېږي، باید کپتان بدل نه شي او اصغر افغان ته پکار دي چې په همدغه نړیوال جام کې له کپتانۍ څخه استعفا ورکړي.

د یادولو وړ ده چې نسیم الله دانش په دې مرکه کې د کرکټ بورډ اوسنۍ اداره په بشپړه توګه ناکامه وبلله او وې ویل چې د هغه په وخت کې چې کرکټ بورډ اداره په څومره پرمختګ روانه وه، اوس د هغې په نیمايي هم نه ده پاتې.

دا هم ولولئ

ضیا الرحمان اکبر ۱

ضیا الرحمان اکبر دا ځل ۷ لوبغاړي وسوځول

د افغانستان ځوان لوبغاړی ضیا الرحمان اکبر چې د انګلستان د کلب لیول سیالیو کې …