کورپاڼه / روغتيا / روغتیایي کارپوهانو د چاغښت د کمولو لپاره یوناني طریقه ښودلې

روغتیایي کارپوهانو د چاغښت د کمولو لپاره یوناني طریقه ښودلې

چاغښت د اوسني دور یوه داسې ستونزه ده، چې ورځ تر ورځې عامېږي او د همدې چاغښت په سبب د شکر په ګډون د زړه د ناروغیو سبب کېږي.

لکه څنګه چې ډېر شوی وزن کمول یو ډېر ستونزمن کار دی او زیاتې حوصلې او وخت ته اړتیا لري خو اوسمهال روغتیایي کارپوهانو یوه داسې یوناني نسخه ښودلې چې په استعمال سره یې تر ډېره د چاغښت ستونزه حل مومي.

د ټایمز اف انډیا د لیکنې له مخې ویل کېږي چې دا یو ډول مشروب دی چې په جوړښت کې یې یوه پیاله اوبه، پنځه ګرامه دارچیني، یوه کاچوغه زڼکۍ، د نیم لېمو اوبه او یوه کاچوغه شات شامل دي.

د جوړولو طریقه یې په دې ډول ده چې: په یوه پیاله اوبو کې به د شپې لخوا دارچیني او سپینې زڼکۍ واچوئ. په سبا سهار یې تر دوه دقیقو وایشوئ، بیا به لېمو او شات ور زیات کړئ او ښه به یې وخورئ او نوش جان به یې کړئ.

روغتیایي کارپوهان وایي چې په دې مشروب کې ټول استعمال شوي توکي د چاغښت په کمولو کې غوره ونډه اخلي او له دې پرته د مجموعي روغتیا لپاره هم ډېر ګټور وي.

دا هم ولولئ

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني …