کورپاڼه / روغتيا / هغه ناروغان چې د ویټامین ډي ښکار وي، د درملنې نوې طریقه ورته موندل شوې

هغه ناروغان چې د ویټامین ډي ښکار وي، د درملنې نوې طریقه ورته موندل شوې

له یوې څېړنې څخه د ویټامین ډي د کمښت نوې او اغیزمنه د درملنې طریقه موندل شوې. ویل کېږي چې له دې څېړنې (۲۵) هایدرو اکسي ویټامین ډي (۳) موندل شوي، چې د ویټامین ډي د کمښت ښکار کسانو لپاره اغېزمن تمامیدلی شي.

په ځانګړې توګه دا طریقه د هغه ناروغانو لپاره هم ډېره بریالۍ ګڼل کېږي چې د چاغښت ښکار وي او لامل یې دا په ګوته شوی چې بدن یې وازده نه شي حل کولی.

د نړۍ په کچه په زرګونه داسې کسان شتون لري چې د چاغښت په بېلابېلو ناروغیو اخته دي، چې په طبي ژبه کې ورته “میل ایبزور پیشن سنډروم” ویل کېږي او په دې هغه کسان هم شامل دي چې د معدې عملیات یې کړي او هغه هم چې د چاغښت ښکار وي.

دغه ناروغ ډېر وخت پخپل بدن کې د ویټامین ډي په جذبولو کې له ستونزو سره مخ کېږي او دواړه ډوله ناروغانو کې د ویټامین ډي د کمښت خطرونه ډېرېږي، چې بیا د هډوکو اړوند د ناروغیو خطرونه هم ډېروي.

د څېړنې لیکوال مایکل ایف هولیک وایي دا نوې طریقه د هغه ناروغانو لپاره ډېر ګټوره تمامیدلی شي، چې بدن یې د غوړو یا وازده په حلولو نه توانېږي او په چاغو کسانو کې د وینې کچه (۲۵) هایدرو اکسي ویټامین ډي برابر ساتي.

دا هم ولولئ

سپیرکۍ او د هغې اوبه څومره ګټورې وي؟

سپیرکۍ یو ډول داسې درمل دي چې له ډېر پخوا راهیسې استعمالېږي او په ګټو …