کورپاڼه / جالب / ((ولله که ټول ویسټ انډیزیان هم راشي ډانس کې مې نه شي ماتولی))
محمد شهزاد او کریس ګیل

((ولله که ټول ویسټ انډیزیان هم راشي ډانس کې مې نه شي ماتولی))

په ۲۰۱۶ کال کې په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان او د کرکټ د نړۍ لپاره تر ټولو په زړه پورې خبره دا وه، چې د دغه لیګ اتله لوبډله یوازې افغانستان ماته کړې وه.

افغانستان په دغه لیګ کې ویسټ انډیز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او ویسټ انډیز بیا وروسته د ۲۰۱۶ کال د نړیوال شل اوریز جام اتلولي په خپل نوم کړه.

په دغه لوبه کې ویسټ انډیز ته د ماتې ورکولو وروسته د افغانستان چټک توپوهونکي او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد له کریس ګیل سره په مېدان کې نڅا هم وکړه، چې دا ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې هم ډېره زیاته لاس په لاس شوه.

اوس تازه د کرکټ بورډ پخواني عمومي رییس نسیم الله دانش په دې اړه خبرې کړې دي. هغه د افغان کریک انفو په نوم له یوې پاڼې سره په خپله مرکه کې وايي، چې د کرکټ په برخه کې يې د ژوند تر ټولو جالبه خاطره د ۲۰۱۶ کال د نړیوال شل اوریز جام پر مهال وه.

هغه وویل، کله چې مو په دغه جام کې ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه، نو د لوبې نه وروسته شهزاد او کریس ګیل نڅا کوله، چې یو لوبغاړي پرې غږ وکړ، چې شهزاده! لوبه مو ترې وګټله، خو ډانس درنه ګټي. شهزاد دغه کس ته په ځواب کې وویل، ولله چې ټول ویسټ انډیزیان هم راشي که په ډانس کې مې مات کړي.

د یادولو وړ ده چې په خپله مرکه کې نسیم الله دانش د کرکټ بورډ اوسنی مشرتابه غېر مسلکي او ناکامه یاد کړ او وې ویل چې هغه په خپل وخت کې کوم کارونه شروع کړي و، هغه کارونه هم تراوسه پورې دوی پای ته نه دي رسولي.

دا هم ولولئ

شاهنواز دهاني او ساره ټیلر

شاهنواز دهاني: که ساره ټیلر راته د واده وړاندیز وکړي، بالکل یې منم

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې یو نوی توپ اچونکی د شاهنواز دهاني په نوم …