کورپاڼه / هنر او کلتور / د سشانت سنګ راجپوت خور له مینوالو مننه کړې

د سشانت سنګ راجپوت خور له مینوالو مننه کړې

د بالیووډ فلمونو د ځوان مرګ اداکار یا هنرمند سشانت سنګ راجپوت خور له مینوالو څخه مننه کړې ده. هغې په دې وروستیو کې د خپل په یاد کې د (SSR) لپاره د ماسک اچولو کمپاین پیل کړی ترڅو په مرسته یې خلک د کورونا له وایروس څخه وژغوري.

په دې اړه هغې یوه ویډیو هم خپره کړې او له مخې یې ویلي چې څه ډول د سشانت سنګ راجپوت مینوال په دې کمپاین کې برخه اخلي. شویتا د لندن یوه ویډیو خپره کړې چې له مخې یې لیدل کیږي چظ څه ډول دوه میرمنې له ټوټو ماسک جوړوي.

ترڅنګ یې یوه بله ویډیو هم خپرې کړې، دا ویډیو د یو (۸۸) کلنې میرمنې ده او د کمپاین د بریالي کیدو لپاره ډېره سخته خواري کوي.

ددې کمپاین موخه داده چې څنګه د سشانت مینوال (۱۰۰۰) ماسکه تیار کړي، نو سمدستي به یې وویشي، چې ډېر به یې پر دوکاندارانو، سبزي پلورنکو او نور کسانو باندې وویشي.

د ویډیو له خپرولو سره شویتا وایي چې دا ښکلي خلک د کمپاین د بریالي کیدو لپاره سخته خواري کوي، که چېرته له موږ سره دا ډول خلک وي نو له هر ډول ناروغۍ څخه به خوندي یو او ترڅنګ د کمپاین د بریا لپاره له ټولو مینوالو مننه کړې.

دا هم ولولئ

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه …