کورپاڼه / روغتيا / کورونا وایروس د انسان پر روان یا ذهني روغتیا څه اغېزې کوي؟

کورونا وایروس د انسان پر روان یا ذهني روغتیا څه اغېزې کوي؟

د کورونا وایروس له خپرېدو وروسته له دې ناروغۍ په میلونونه کسان اغېزمن شول او له امله یې ټولنیز او اقتصادي بحران رامنځته شو، چې ګڼ شمېر خلک یې په بېلابېلو رواني ستونزو اخته کړل او د ذهني فشار، خپګان او د بې باورۍ ستونزې یې ورځ تر ورځې ډېرې کړې.

د سیدتي مجلې د راپور له مخې ویل کېږي چې کورونا وایروس ډېر شمېر خلک په بدني او ذهني ناروغیو اخته کړي او په سبب یې له ژور خپګان، دماغي ناروغیو سره مخ شوي او هغه کسان چې له وړاندې یې عصبي ستونزې درلودې نو د یادو ناروغیو خطر یې نور هم ډېر شو او ځینې وختونه بیا د مړینې سبب هم کېږي.

د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ګاکتر ټیډروس وایي چې د عامې روغتیا او ښه والي لپاره ښې ذهني روغتیا ته اړتیا وي. نوموړی وایي چې کورونا وایروس هغه وخت د ذهني روغتیا خدمتونه اغېزمن کړل چې ډېره اړتیا ورته لیدل کېده، نو د نړیوالو لارښوونکو لپاره اړینه ده چې د ذهني روغتیا لپاره پانګونه وکړي.

د ذهني ناروغیو کارپوه ډاکتر تامر المري د کورونا وایروس له امله د ذهني روغتیا د اغېزمنیدو په اړه وایي، چې کورونا وایروس پر ذهني روغتیا ډېرې اغېزې کړي چې ځینې یې دادې: نا آرامي، ذهني فشار، ډېره غوسه، د خوب ستونزې او په ورځنیو چارو کې نابرابري.

د اکسفورډ پوهنتون څېړونکو ویلي اتلس سلنه هغه کسان چې له کورونا وایروس څخه رغېدلي وي، په دریو میاشتو کې دننه په ذهني ناروغیو اخته کېږي او ترڅنګ یې دا هم ویل شوي چې له کورونا څخه رغیدلي کسان له بېلابېلو رواني ستونزو سره مخ کېږي چې بې خوبي، خپګان او اندیښنه یې په سر کې ځای لري.

په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي چې په ځینو حالاتو کې د دماغي کمزورۍ په څېر ستونزې هم راولاړېږي او هغه کسان چې له وړاندې ذهني ستونزې لري یادې ناروغۍ ور پکې جدي بڼه غوره کوي.

دا هم ولولئ

د وطنیو غوړیو په اړه درې ادعاوې او حقیقتونه

د وطني غوړیو په اړه ویل کېږي چې د استعمال په پایله کې یې د …