کورپاڼه / خبرونه / بنګله دېش د شکېب الحسن په ګډون ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه
شکېب الحسن

بنګله دېش د شکېب الحسن په ګډون ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

د بنګله دېش کرکټ بورډ د سریلانکا پر وړاندې د لومړیو ۲ نړیوالو یو ورځنیو لوبو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې د بنګله دېش په کوربه توب د مۍ په ۲۳مه نېټه پیلېږي.

په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې د بنګله دېش مخکښ الراونډر لوبغاړی شکېب الحسن هم شامل دی، هغه د نیوزیلېنډ پر وړاندې سیالیو څخه دمه اخیستې وه. هغه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ویسټ انډیز پر وړاندې په جنورۍ میاشت کې ترسره کړې وه، چې پنځوسیزه يې پکې وهلې وه.

د بنګله دېش لوبډله کې هغه لوبغاړي شامل دي چې د نیوزيلېنډ سفر يې کړی و، خو روبیل حسین، ناسوم احمد، حسن محمود او الامین حسین بیا په دوی کې نه دي اخیستل شوي.

د بنګله دېش او سریلانکا ترمنځ به لومړۍ دوه نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د مۍ په ۲۳مه او ۲۵مه نېټه په میرپور کې د بنګله دېش په کوربه توب ترسره شي.

د بنګله دېش ۱۵ کسیزه لوبډله: تمیم اقبال (لوبډلمشر)، لیتون داس، شکیب الحسن، مشفیق الرحیم، محمد میتون، محمودالله، عفیف حسین، مهدي حسن میراز، محمد سیف الدین، تسکین احمد، مستفیظ رحمان، سومیه سرکار، مصدق حسین، مهدي حسن او شوریف الاسلام.

دا هم ولولئ

حضرت الله ځاځی ۲

حضرت الله ځاځي د پېښور زلمي لوبډله پایلوبې ته ورسوله، دریم ځل د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه

حضرت الله ځاځي یو ځل بیا ښه او چټکه توپوهنه ترسره کړه او د پېښور …