خپلواک وېبپاڼه (٦ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان ملي لوبډلې تجربه لرونکي الراونډر محمد نبي چې يو خېريه بنسټ هم په خپل نوم لري، دغه بنسټ د لسګونو معلولو زده کوونکو سره مرسته کړې ده.
د معلوماتو تر مخې، د نبي خېريه بنسټ په کابل کې د ناشنوايانو له ښوونځي سره د کمپيوټرونو، پرنټر، ورزشي توکو، جامو او قرطاسيې مرسته کړې ده.
دغه بنسټ وايي چې د دغه توکو د وېش پر مهال د معلولو زده کوونکو پر شونډو مسکا له ورايه ښکارېده، هغه څه چې د دې ښوونځي د امر په وېنا تر ډېرې مودې وروسته د داسې حالت شاهد دى.
د ښوونځي امر عبدالفهيم په دغه مهال ويلي دي، چې دا زده کوونکي د ټولو پوره پاملرنې ته اړتيا لري، خو د نبي خېريه بنسټ په دې کې تر ټولو وړاندې شو او لومړنى بنسټ دى چې له دې ښوونځي سره ورته مرسته کوي.
د نبي خېريه بنسټ مرستيال رييس احمدزي ويلي دي، چې دوى به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه وايي چې کله يې پر ماشومانو مرستې وېشلې نو د داسې خوښۍ احساس يې کاوه چې مخکې يې ډېره لږه ليدلې وه.
د دغه بنسټ مسوولينو همدا راز له زده کوونکو غوښتي دي چې له کمپيوټرونو دې د خپلې پوهې د لوړوالي لپاره کار واخلي. دوى وايي چې وخت په وخت د ښوونځي د سپورټ او تخنيکي چارې څاري او د اړتيا په وخت کې به اړينه مرسته ورسره وکړي.
د يادولو ده چې محمد نبي د افغانستان ملي لوبډلې تجربه لرونکى لوبغاړى دى، هغه څه موده مخکې دغه بنسټ جوړ کړى دى، چې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې له غريبو خلکو سره د خوراکي توکو او نورو برخو کې مرستې کوي.